Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2019

Новости за 16.03.2019

کابل نن د عمراخان د څرګندونو په اړه د پاکستان یو چارواکی احضار کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د صدراعظم عمران خان د وروستيو څرګندونو په تړاو په کابل کې د پاکستان د سفارت يو چارواکى احضار کړ. د بهرنيو چارو وزارت نن شنبه په يوه اعلاميه کې وويل چې دغه وزارت د عمران خان د وروستيو څرګندونو په اړه د پاکستان د سفارت له مستشار څخه وضاحت وغوښت. عمران خان پرون جمعه په باجوړ کې د خلکو يوې غونډې ته په خبرو کې په افغانستان کې د نوي حکومت د جوړېدو خبردارى ورکړ. ده ويلي وو، په افغانستان کې به داسې يو نوى حکومت تشکيل شي چې د ټولو افغانانو استازيتوب به کوي.... Читать дальше...

چارواکي: په پوځي عملياتو کې تر شلو زيات وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ځانګړو ځواکونو په پوځي عملياتو کې تر شلو زيات وسله وال طالبان وژل شوي دي. د ملي امنيت رياست مطبوعاتي دفتر نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه عمليات د ارزګان د مرکز ترينکوټ په مربوطاتو کې شوي دي. اعلاميه وايي، په عملياتو کې ٢٢ وسله وال طالبان وژل شوي او د عبدالهادي په نوم يې يو تن نيول شوى دى. ملي امنيت وايي، د طالبانو يو مرکز، يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.



زرګونو کسانو نن د کرويشيا په پلازمېنه زګرب کې مظاهره وکړه

Pa.azadiradio.com 

زرګونو کسانو نن د کرويشيا په پلازمېنه زګرب کې مظاهره وکړه. دوى له چارواکو د زورزياتي د پېښو په وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه. دغه مظاهرې وروسته له هغې پيل شوې چې په پاګ ټاپو کې يوه پلار خپل څلور ماشومان د څلور منزله ودانۍ له لوړ منزل څخه لاندې واچول. دغه ماشومان چې عمرونه يې د درېيو او اتو کلونو ترمنځ دي، سخت ټپيان شوي دي. مظاهره چيانو په ښوونځيو کې د تعليم د کيفيت ښه کولو او د زورزياتي د پېښو په وړاندې د مبارزې لپاره دولتي مامورانو ته د نورې روزنې غوښتنه وکړه. په پلازمېنه زګرب کې صدراعظم... Читать дальше...

روسيه : مسکو به د اروپايي ټولنې د نويو بنديزونو ځواب ووايي

Pa.azadiradio.com 

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې مسکو به د اروپايي ټولنې د نويو بنديزونو ځواب ووايي. د روسيې انټرفاکس خبري اژانس نن شنبه دغه راپور ورکړى دى. اروپايي ټولنې، د امريکا د متحدو ايالتونو او کاناډا تر څنګ پرون پر روسيې دغه تازه بنديزونه ولګول. دغه بنديزونه د اوکراين پر کښتيو د تېر کال د حملې، د کريميا ټاپووزمې د الحاق او د اوکراين په ختيځ کې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ او نورو اقداماتو له کبله پر روسيې لګول شوي دي. انټرفاکس خبري اژانس د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي... Читать дальше...



په کندز کې د میندو او ماشومانو د مړينې کچه راټېټه شوې

Pa.azadiradio.com 

د کندز د عامې روغتيا چارواکي وايي چې د تېرو کلونو په توپير د مور او ماشوم د مړینې کچه تر ډېره برېده راټيټه شوې ده. د کندز د حوزوي روغتون مشر ډاکتر محمد نعیم منګل له ازادي راډيو سره دخبرو پرمهال وویل چې د دې ولایت په لېریو پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونه جوړ شوي او دا مهال ۹۰ سلنه خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسي لري او له کبله یې د میندو او ماشومانو د مړینې په کچه کې د پام وړ ټيټوالی راغلی دی. دی زیاتوي: "علاوه له کندز حوزوي روغتونه، موږ یو ۵۰ بستریز روغتون په امام صاحب ولسوالۍ کې لرو او یو ۲۰... Читать дальше...

ننګرهار: خوست او هلمند کې پر خبریالانو بريدونه وغندل شول

Mashaalradio.com 

په ختيځ کې د خبریالانو خوندیتوب کمېتې د یوې ناستې په ترڅ کې په هلمند کې د یوه خبریال په موټر بمي چاودنه او په خوست کې د يوه خبریال وژنه وغندله او له حکومت نه يې وغوښتل چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته پام واړوي.

د خېبر درې تړل شوې لاره پرانيستل شوه

Mashaalradio.com 

د خېبر پښتونخوا د خېبر قبايلي ضلعې په کټه کشته سیمه کې د لويو لارو د قامي ادارې (اېن اېچ اې) لخوا د ټېکس اخیستو پرضد ټرانسپوټرانو نن [مارچ ۱۶مه] پینځه ساعته وروسته خپل احتجاج ختم کړ او د خېبر درې لاره پرانيستل شوه.

نيو زيلېنډ کې وير او د وزيراعظمې ډاډګيرنه

Mashaalradio.com 

د نيو زيلېنډ وزيراعظمه وايي، ټول هېواد له مسلمانانو په غم شريک کې دی. بلخوا د جمعې ورځې مشکوک بريدګر عدالت ته وړاندې کړل شو. اخوا په ټول هېواد کې خلکو د پېښې قربانيانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کړې.

د وژل شوې مهسا لپاره د عدالت غوښتنه!

Pa.azadiradio.com 

د غزني ولایت لسګونو اوسېدونکو د ولایت ودانۍ مخې ته راټول شوي او د شپږ کلنې مهسا چې لومړۍ وتښتول شوه او وروسته ووژل شوه، لاریون کړی او له حکومته د دغې وژل شوې ماشومې د قاتلینو د عدام غوښتنه کوي. ویډیو:حبیب الرحمن تاثیر اېډېټ: لېمه هادي

له وزيرستانه برمل ته جرګه روانه شوه

Mashaalradio.com 

د شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان مشران، د سياسي ګوندونو استازي او لسګونه کسان نن [د مارچ ۱۶مه] د افغانستان د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ ته د لویې جرګې په بڼه روان شوي دي. په جرګه کې د قامي اسمبلي غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير هم شامل دی.

له اېرلنډ سره د ټېسټ لوبې نن ورځ د افغان لوبډلې د برترۍ وه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او اېرلنډ ترمنځ د ټېسټ سیالۍ دوهمه ورځ د افغان لوبډلې په برترۍ سره پای ته ورسېده. د دغې سیالۍ په لومړۍ ورځ اېرلنډۍ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۷۲ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې یې افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۱۴ منډې جوړې کړې. اېرلنډۍ لوبډلې د لوبې په دوهمه ورځ په داسې حال کې خپله دوهمه پاڼۍ پیل کړه چې د دې ورځې پای ته ۱۲ اورونه پاتې وو چې په دغو ۱۲ اورونو کې اېرلنډ د يوې وایکټې په زیان سره ۲۲ منډې جوړې کړې. له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ درې شل اوریزې لوبې وشوې چې... Читать дальше...


Музыкальные новости
Сергей Шнуров

Бизнесвумен Матильда Шнурова снялась без одежды в США





Rss.plus
Галина Янко

Июньские дни духовности: Православные праздники месяца от ясновидящей Галины Янко




В оккупированной румынами Молдове пройдёт фестиваль сексуальных извращенцев при поддержке Евросоюза

Жизнь в системе. Паше Мутагирову необходимо внутривенное питание на 1 млн.

В Хакасии прошло заседание межрегиональной рабочей группы по реализации проекта «Чистый воздух»

Москвичка нашла в своём унитазе удава




د افغانستان د فوټبال د ۲۳ کلنو ملي لوبډله قطر ته لاړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال ۲۳ کلنه ملي لوبډله د اسیا جام په مقدماتي سیالیو کې د ګډون لپاره قطر ته لاړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رسمي خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د مارچ له ۲۲مې تر ۲۶مې د قطر په دوحه کې ترسره کېږي. افغانستان د اسیا په مقدماتي سیالیو کې درې لوبې کوي چې لومړۍ لوبه یې د ۱۳۹۸ کال د حمل په دوهمه د قطر په وړاندې، دوهمه لوبه یې د همدې میاشتې په ۴مه د عمان پر وړاندې او درېیمه لوبه یې د وري په شپږمه د نیپال پر وړاندې ده. د فوټبال فدراسیون د خبرپاڼې له مخې، په دغو سیالیو کې د ۴۴ هېوادونو د فوټبال ۲۳ کلنې لوبډلې ګډون کوي.

د ميرويس نيکه په نوم د کرکټ سياليو اتلولي کابل لوبډلې وګټله

Pa.azadiradio.com 

د ميرويس نيکه په نوم د کرکټ د درېيو ورځنیو سياليو اتلولي کابل لوبډلې وګټله. د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک ازادي راډيو ته وويل چې دغه سيالۍ يوه مياشت وړاندې د پنځو ولايتي لوبډلو ترمنځ په ننګرهار او کنړ ولايتونو کې پيل شوې وې. د دغو سياليو پايلوبه د کابل او کندز لوبډلو ترمنځ په غازي امان الله خان لوبغالي کې وشوه چې د ټاکلي وخت د پای رسېدو له امله لوبه مساوي پای ته ورسېده. خو د دې لپاره چې د کابل لوبډلې په دغه ليګ کې تر نورو لوبډلو زياتې نومرې لرلې، د اتلولۍ جام یې خپل کړ.

په غزني کې د سلطان محمود خیرخواه د وژنې په خلاف مظاهره وشوه

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې د خبریالانو د ملي ادتحادیې له خواه په خوست کې د وژل شوي خبریال سلطان محمود خیرخواه د وژنې په خلاف مظاهره وشوه. دوی له دولته د خیرخواه د قاتلانو د نیول کېدو او سزا ورکولو غوښتنه وکړه. پر دغه خبريال پرون په خوست ښار کې د نامعلومو وسله والو له خوا حمله وشوه چې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه. په مرکزي زون کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر جمیل وقار وویل، دولت دې د خبريالانو د خونديتوب لپاره له خبریالانو سره پر کړو ژمنو وفا وکړي. بل خوا په کابل کې د خبريالانو د خونديتوب ادارې يا... Читать дальше...

د نيوزيلنډ پر دوو جوماتو په ډزو تورن کس په محکمه کې حاضر کړاى شو

Pa.azadiradio.com 

د اسټراليا هغه ٢٨ کلن وګړى چې د نيوزيلنډ پر دوو جوماتو په ډزو تورن دى، د لومړي وار لپاره په محکمه کې حاضر کړاى شو. هغه چې ورباندې لګېدلي تورونه اورول کېدل، لاسونه يې ولچک شوي وو او د زندانيانو سپين کالي يې په تن وو. برينټان ټارانت چې پرون يې دغه حمله کړې وه، نن د کرايست چرچ ښار يوې محکمې ته راوستل شو. کله چې پر ده د وژنو تورونه واورول شول، ده احساسات څرګند نه کړل. د محکمې قاضي وويل، دا څرګنده ده چې پر ده به د وژنې نور تورونه هم ولګول شي. مشکوک کس چې د استيناف غوښتنه يې ونه کړه، د اپرېل... Читать дальше...

په ننګرهار کې څه د پاسه ۹۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه ۹۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول. د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د امنیې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په دوو بېلابېلو پېښو کې د سره رود ولسوالۍ اړوندو سیمو کې ۹۲ کیلو ګرامه چرس نیولي دي. یاده دې وي چې د نشه يي موادو د قاچاقو د دې دوو پېښو په تور درې کسان هم نیول شوي دي.

ټرمپ، ولټرز په اروپا کې د امريکا د نوي عمومي قوماندان په توګه ونوماوه

Pa.azadiradio.com 

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د هوايي ځواک يو مهم جنرال په اروپا کې د امريکا د نوي عمومي قوماندان په توګه ونوماوه. د جنرال توډ ډي ولټرز د نومونې اعلان پرون د امريکا د دفاع د سرپرست وزير پاټريک شاناهان له خوا وشو او ويې ويل چې ناټو تړون له دې مقررۍ سره موافقه کړې ده. که ښاغلى ولټرز د امريکا د مشرانو جرګې له خوا تأييد شي، دى به د جنرال کورټيس سکاپروټي ځاى ونيسي. ولټرز به په داسې حال کې په ناټو کې دغه نظامي مسؤليت اخلي چې دغه تړون د منځ واټنه اټمي وسلو د کنټرول تړون احتمالي ختمېدو ته چمتووالى نيسي. Читать дальше...



Москва

Свыше 600 навалов мусора устранили в Подмосковье за неделю


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о развитии инновационной экосистемы Москвы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Прокофьев

В Пекине Заслуженный коллектив России исполнил произведения Прокофьева и Шостаковича




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Охрана и безопасность. Как роботы и дроны работают на спортивных объектах?

Курсант Пермского военного института Росгвардии принял участие в финале интеллектуальной олимпиады Приволжского федерального округа

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»


WTA

Потапова не смогла пробиться во второй круг турнира WTA в Страсбурге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В России приступили к отработке применения ядерного оружия



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России