افغان کرکټ لوبډلې ایرلنډ ته په نننۍ لوبه کې ۲۵۷ منډو هدف وټاکه
![افغان کرکټ لوبډلې ایرلنډ ته په نننۍ لوبه کې ۲۵۷ منډو هدف وټاکه](https://gdb.rferl.org/571BD8AF-4047-4770-8CBA-943377DA2931_w800_h450.jpg)
د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د هند په دهرادون کې په روانه پنځوس اووريزه کرکټ سيالۍ کې افغان لوبډلې ايرلنډ ته د ۲۵۷ منډو هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې اته کسان سوځېدلي دي.
نجيب ځدراڼ تر ټولو ډېرې ۱۰۴ منډې او لوبډلمشر اصغر افغان ۷۵ منډې وکړي.
د پنځو يو ورځنيو لوبو په دې سياليو کې لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې وه او دوهمه د باران له کبله بې نتيجې پاتې شوې وه.