د روسيې په شمالي قفقاز کې یو کس په ۱۸ کاله بند محکوم شو
د روسيې يوې محکمې په شمالي قفقاز سيمه کې یو کس د ترورېزم په تور په اتلسو کلونو بند محکوم کړ.
دغې نظامي محکمې نن ولاديسلاف خوخ لاچوف په سیمه کې په ترورېستي حملو تورن وپېژانده.
د روسیې په مسلمان اکثریت شمالي قفقاز سيمو کې ډېری وختونه د امنیتي ځواکونو او سخت دريځو تر منځ نښتې کېږي چې سرچينه یې د چچنيا له دوو جلاغوښتونکو جګړو بلل کېږي.
داغستان، انګوشيتیا او کاراچای چرکيسيا په دغو سیمو کې شامل دي.