امریکا ترکیې ته نوی خبرداری ورکړی
![امریکا ترکیې ته نوی خبرداری ورکړی](https://gdb.rferl.org/F9B4088C-0B56-4C17-8A52-F33CF705DA5E_cx0_cy1_cw65_w800_h450.jpg)
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ترکیې تهیې له روسیې څخه د دافع هوا سیستم د پېرلو له کبله خبرداری ورکړی دی.
د دغه وزارت ویاند رابرټ پالادینو د سې شنبې په ورځ ویلي، که ترکیه د روسیې «S-400» ډوله سیستم وپېري، واشنګټن به پر ترکیې د «F-35» ډوله پرمختللو جنګي جټ الوتکو د پلورلو پر پروګرام بیا غور وکړي.
په اروپا کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال کورټېس سکاپاروتي هم د سې شنبې په ورځ د امریکا د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته په خپلو خبرو کې ورته څرګندونې کړې وې.
د امریکا متحده ایالات پر ترکیې د سلو «F-35» ډوله پرمختللو جنګي جټ الوتکو د پلورلو توافق کړی دی، خو تر اوسه دوه دغسې الوتکې ترکیې ته ورکړل شوې دي.
روسي رسنیو تېره میاشت راپور ورکړ چې ترکیه غواړي چې له روسیې څخه د څلور «S-400» ډوله دفاعي سیستم د دوه نیم میلیارده ډالرو په ارزښت وپلوري.