محقق: د عبدلعلي مزاري د تلین پر لمانځ غونډې حمله عادي نهده
![محقق: د عبدلعلي مزاري د تلین پر لمانځ غونډې حمله عادي نهده](https://gdb.rferl.org/8D0D798C-0B37-4498-9117-86E69DFDBD77_w800_h450.jpg)
د حزب وحدت مردم افغانستان مشر وايي چې د عبدلعلي مزاري د ۲۴م تلین پر لمانځ غونډې حمله عادي پېښه نهده.
محمد محقق له پېښې څو ساعت وروسته په یوه خبري ناسته کې وویل، دا د حکومت کمزورتیا ده او یا هم حکومت له ځینو داسې کړیو «داعش» ډلو سره لاس لري چې په همغږي سره یې غواړي د خپلو سیاسي رقیبانو پر ضد یې وکاروي.
دا پهداسې حال کې ده چې د وحدت ګوند د پخواني وژل شوي مشر عبدلعلي مزاري ۲۴م تلین د لمانځلو په مراسمو چې په کابل جوړ شوی و، د پخواني ولسمشر حامد کرزي یو شمېر افغان سیاستوالو پهکې ګډون کړی و.
د غونډې په مراسمو له نېږدې ځایه د هاوانونو ډزې وشوې چې غونډه یې ګډه وډه کړه.
جګړه چې مرګ ژوبله هم لري، لا هم روانه ده او مسؤلیت یې داعش ډلې په غاړه اخېستی.