د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه نن روانه ده
د هند په دهرادون ښار کې د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه نن روانه ده.
دا د دغو دوو لوبډلو ترمنځ څلورمه یو ورځنۍ لوبه ده.
پهدې لوبه کې چې پچه ایرلنډ ګټلې ده، افغان لوبډلې ته یې د بېټنګ بلنه ورکړې ده.
د افغانستان شپږ لوبغاړي تراوسه اوټ شوي او یو سل او اتلس منډې یې جوړې کړي دي.
تردې وړاندې درې نورې یو ورځنیو لوبو کې یوه یې افغانستان او یوه ایرلنډ ګټلې وه او درېیمه د باران د ورېدو له کبله لغو شوه.
د افغانستان لوبډلې وړاندې درې سره شل اووره سیالۍ له ایرلنډ څخه ګټلي وې.