ايتوپيا کې د الوتکې تر سقوط وروسته خلکو ته تازه شکونه پیدا شوي
![ايتوپيا کې د الوتکې تر سقوط وروسته خلکو ته تازه شکونه پیدا شوي](https://gdb.rferl.org/3F3CC972-7F57-4ED7-AEEC-24EA595E3632_w800_h450.jpg)
د ايتوپيا هوايي شرکت د يوې مسافر وړونکې الوتکې تر سقوط وروسته خلکو د بوينګ ٧٣٧ ماکس ٨ ډوله الوتکې د خونديتوب په اړه تازه شکونه څرګند کړي دي.
دغه الوتکه د کينيا مرکز نايروبي ته روانه وه چې پرون يکشنبه تر الوتنې وروسته د ايتوپيا پلازمېنې اُديسه بابا ته نږدې نسکوره شوه او ١٥٧ کسانيې مړه کړل.
دا د خپل ماډول دوهمه الوتکه ده چې تر شپږو مياشتو په لږه موده کې سقوط کوي.
تر دې مخکې د ليون هوايي شرکت يوه الوتکه په اکټوبر مياشت کې د اندونيزيا په سواحلو کې سقوط شوې وه چې په نتيجه کې يې ١٨٩ کسان مړه شوي وو.
له پرونۍ پېښې وروسته د ايتوپيا هوايي شرکت او چين د بوينګ ٧٣٧ ماکس ٨ ډوله الوتکو فعاليت بند کړ.
د الوتکو جوړولو دغه امريکايي شرکت ويلي چې د تخنيکي اسانتياوو برابرولو لپاره يوه ډله ايتوپيا ته لېږي.
نن په ايتوپيا کې د الوتکې د سقوط د پېښې له کبله ملي ماتم اعلان شوى دى.
د بوينګ ٧٣٧ ماکس ٨ ډوله الوتکو تجارتي الوتنې په ٢٠١٧ میلادي کال کې پيل شوې.