د سولې مشورتي لويه جرګه به د ثور د مياشتې په نهمه وشي
جمهوري رياست وايي، د سولې را روانه مشورتي لويه جرګه به د غويي يا ثور د مياشتې په نهمه وشي.
حکومت تر دې مخکې د دې مشورتي لويې جرګې د دايرېدو نېټه د کب یا حوت د مياشتې ٢٦مه اعلان کړې وه.
د جمهوري رياست وياند هارون چخانسوري نن ازادي راډيو ته وويل، نن د را روانې لويې جرګې د نېټې په اړه په ارګ کې بحث وشو.
ده وویل:
"ولسمشر د سولې د مشورتي لويې جرګې د جوړېدو په اړه په يوه فرمان کې محمد عمر داودزى د سولې مشورتي لويې جرګې د ترسره کولو د کمېسيون مشر وټاکه او کمېسيون ته يې دنده وسپارله چې د ١٣٩٨ کال د ثور د مياشتې په ٩مه دغه لويه جرګه جوړه کړي."
د سولې عالي شورا د دارالانشا رئيس عمر داودزي تر دې مخکې ويلي وو چې په دې جرګه کې به تر ۲۰۰۰ زیات کسان برخه واخلي چې حد اقل دېرش سلنه به یې ښځې وي.