د بغلان-سمنګان پر لويه لار د طالبانو د ډله ييزو حملو مخه نيول شوې
د بغلان ولايت چارواکي وايي، نن سهار يې د بغلان-سمنګان پر لويه لار د وسله والو طالبانو د ډله ييزو حملو مخه نيولې ده.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ په اعلاميه کې ويل شوي چې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې د تېلو يو ټانکر چپه شوى او په نتيجه کې يې څلور ملکيان وژل شوي او يو تن ټپي شوى دى.
په اعلاميه کې د افغان پوځيانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
وسله والو طالبانو هم د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.