د اېرلنډ پروړاندې د افغان لوبډلې په نوملړ کې ۲ نومونه ورزیات شول
د افغانستان د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د اېرلنډ پر وړاندې د ټېسټ سیالۍ په نوملړ کې د ظاهرخان او سید شېرزاد نومونه هم ور زیات کړل.
د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزی وايي، دا چې د ټېسټ لوبډلې د اعلان پرمهال ياد دوه لوبغاړي دغو سیالیو ته اماده نه وو، نو اوس یې نومونه په نوملړ کې اضافه کړل.
ښاغلی احمدزی وايي، ظاهرخان او سید شېرزاد په فرسټ کلاس سیالیو کې ښه مخینه لري او په انټرکانټيننټال جام سیالیو کې هم ښه ځلېدلي دي.
د اېرلنډ پر وړاندې د افغانستان په ټېسټ لوبډله کې اصغر افغان (لوبډلمشر) محمد شهزاد (ویکټ ساتونکی) احسان الله جنت، جاوید احمدی، رحمت شاه، ناصر جمال، حشمت الله شهیدي، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، محمد نبي، راشدخان، وفادار مومند، یمین احمدزی، شرف الدین اشرف، وقار سلامخېل، ظاهرخان او سید شېرزاد شامل دي.
د افغانستان د کرکټ بورډ په کوربه توپ د اېرلنډ پر وړاندې دغه ټېسټ لوبه د هند په دهرادون کې د روانې مارچ میاشتې په ۱۵مه پیل او تر ۱۹مې پورې دوام کوي.