پامپيو غواړي چې د ایران د خامو تېلو صادرات ژر صفر ته ورسوي
![پامپيو غواړي چې د ایران د خامو تېلو صادرات ژر صفر ته ورسوي](https://gdb.rferl.org/2C5882AC-5AC1-42D6-8181-04C2E343708E_w800_h450.jpg)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو ویلي چې غواړي د ایران د خامو تېلو صادرات تر هغه حده چې نړیوال مارکېټ اجازه ورکوي، ژر صفر ته ورسوي.
هغه پرون د تکزاس ایالت په هوسټن ښار کې د تېلو د تجارانو غونډې ته وویل چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ له حکومت سره همکاري وکړي او د امریکا د بهرني سیاست د ګټې لپاره په نړیوالو چارو کې ښکېل بد لوبغاړي محدود کړي.
نړیوالو قدرتونو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له ایران سره موافقه وکړه چې د یو لړ اقتصادي بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې خپل اټمي فعالیت محدود کړي.
خو کله چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ولسمشر ډونالد ټرمپ واک ته ورسېد، له دې موافقې ووت.
د امریکا متحده ایالاتو له موافقې تر وتلو وروسته هغه بندیزونه چې لیرې شوي وو، له سره پر ایران ولګول.
د خامو تېلو صادرات د ایران د اقتصاد ستره تمویلوونکې سرچینه ده.