د ساحلي فوټبال افغان ټيم په ۲ ماتو او یوې بریا له اسیایي سیالیو ووت
![د ساحلي فوټبال افغان ټيم په ۲ ماتو او یوې بریا له اسیایي سیالیو ووت](https://gdb.rferl.org/C68E936A-287C-4C56-BAB4-84827275E09A_cx0_cy9_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي ټيم تر دوو ماتو او یوې بریا وروسته له اسیايي سیالیو ووت.
د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وايي، افغانستان توانېدلی چې په دغو لوبو کې مالیزیا ته ۳ د ۲ په وړاندې ماته ورکړي او په دوهمه لوبه کې یې له فلسطینه ۳ د ۲ په وړاندې ماته وخوړه.
د اسیا ساحلي فوټیال سیالۍ په ټایلند کې د ۱۶ ټيمونو په حضور کې د مارچ د میاشتې له ۷مې پیل شوې دي.
دغه سیالۍ به د مارچ د میاشتې په ۱۷مه پای ته ورسېږي.