امریکا په ایران کې پر نسرین ستوده د زندان نوی حکم غندلی
![امریکا په ایران کې پر نسرین ستوده د زندان نوی حکم غندلی](https://gdb.rferl.org/CB216027-DCC7-4545-A30F-9C74DD06C35F_w800_h450.jpg)
د امریکا متحده ایالاتو په ایران کې د بشري حقونو پر فعالې نسرین ستوده د زندان نوی حکم په شدت غندلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رابرټ پالادینو پرون وویل چې د ایران د رژیم له دې پرېکړې چې ستودهیې په ۳۸ کاله بند او ۱۴۸ دورو محکومه کړې، ډېر په غصه دي.
پالادینو ویلي:
"دا وحشیانه حکم دی."
ستوده اوسمهال په زندان کې پنځه کلنه دوره تېروي، د هغې مېړه ویلي چې په دې علاوه، د ۱۰ کاله زندان حکم هم ورباندې شوی دی.
ستوده په ایران کې د اداري فساد، پروپاګند او د سیستم پر ضد فعالیت په څېر د تورونو له امله په زندان محکومه شوې، خو د درو حکم له دې امله ورباندې شوی چې سرتوره د محکمې غونډې ته ورغلې وه.