د سولې د ولسي حرکت غړي نن اچین ولسوالۍ ته ځي
د سولې ولسي حرکت غواړي چې د خپلو سفرونو په لړ کې نن د ننګرهار ولایت ناارامې اچین ولسوالۍ ته ولاړ شي.
ټاکل شوې چې د دې حرکت غړي به د دې سیمې د خلکو په یوه غونډه کې ګډون وکړي.
د سولې د ولسي حرکت ویندوی بسم الله وطندوست ازادي راډيو ته وویل چې دوی د اچین د اوسېدونکو په غوښتنه هلته ځي.
ده وویل:
"د سولې د ولسي حرکت غړي اچین ولسوالۍ ته ځي، هلته ولسونو غوښتنه کړې چې د حرکت غړي ورسره وویني، دوی هلته غونډه کوي او له حرکت سره د سولې او اوربند لپاره چېغه پورته کوي."
د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د سولې د ولسي حرکت په پروني لاریون کې زرګونه کسانو ګډون وکړ او د جګړې له ښکېلو خواوو یې وغوښتل چې اوربند وکړي.
دې حرکت په شینوارو او بټي کوټ ولسوالیو کې هم دې ته ورته لاریونونه کړي وو.
د سولې ولسي حرکت چې له جګړه ځپلي هلمند ولایت څخه پیل شو، په تېر یوه کال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه کیلومتره پلی حرکت کړی او د سولې غږ یې اوچت کړی.