په اسلام اباد کې د افغانستان سولې په اړه غونډه شوې
![په اسلام اباد کې د افغانستان سولې په اړه غونډه شوې](https://gdb.rferl.org/9bd084dc-ae3a-4431-ac2d-fa7a5840493b_tv_w800_h450.jpg)
د مارچ پر ۱۴مه، په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې پر خبرو یو ورځنۍ غونډه وشوه. د غونډې ځېنو ګډونوالو مشال راډیو ته وویل، د امریکا او طالبانو خبرې ښايي مثبتې نتیجې ولري. د افغانستان د ملي جبهې مشر انوار الحق احدي وايي، دی هیله من دی چې د امریکا او طالبانو خبرې به د افغانستان تلپاتې سولې ته لار هواره کړي. په غونډه کې پاکستانیو پوهانو وویل، اسلام اباد د افغانستان د سولې او ثبات ملاتړی دی.