چارواکي: په پوځي عملياتو کې تر شلو زيات وسله وال طالبان وژل شوي
![چارواکي: په پوځي عملياتو کې تر شلو زيات وسله وال طالبان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/9CF343B6-DD0B-4085-A836-5FFCD2A1317E_w800_h450.jpg)
د افغانستان د ځانګړو ځواکونو په پوځي عملياتو کې تر شلو زيات وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ملي امنيت رياست مطبوعاتي دفتر نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه عمليات د ارزګان د مرکز ترينکوټ په مربوطاتو کې شوي دي.
اعلاميه وايي، په عملياتو کې ٢٢ وسله وال طالبان وژل شوي او د عبدالهادي په نوم يې يو تن نيول شوى دى.
ملي امنيت وايي، د طالبانو يو مرکز، يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.