چارواکي: د بغلان -سمنګان لویې لارې د امنیت لپاره عملیات پیل شوي
د بغلان امنیتي چارواکي، د بغلان سمنګان د لویې لارې د امنیت لپاره په شاوخوا سیمو کې د عملیاتو د پیل خبر ورکوي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د عامه نظم د لوا درستیزوال ډګرمن محمدنبي وايي، د شاهین په نوم دا عملیات د شنبې په ورځ پیل شوي او اوس په چشمه شېر او هغو سیمو کې روان دي چې د دې لویې لارې په اوږدو کې پراته دي او امنیتي ګواښونه پهکې شته.
ښاغلي نبي په جګړو کې د تلفاتو په اړه څه ونه ویل، خو یادونه یې وکړه چې دولتي ځواکونو د دې عملیاتو په ترڅ کې ښه پرمختګ کړی دی.
دا عملیات په داسې حال کې پیل شوي چې د بغلان سمنګان د لویې لارې د امنیت په اړه اندیښنې زیاتې شوي او په تېره د تېلو د ټانکرونو تګ راتګ ستونزمن شوی دی.