د بایسکل ځغلونې فدراسیون د یو ایراني روزونکي په ګمارلو ټينګار کوي
د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون د یو ایراني روزونکي په ګمارلو ټينګار کوي.
د دغه فدراسیون مشر محمد حسین حمیدي نن ازادي راډيو ته وویل چې له دې کاره یې هدف دا دی چې افغان لوبغاړي د بایسکل ځغلونې په برخه کې حرفووي زدهکړې وکړي.
نوموړي وویل، دغه غوښتنه یې د المپیک ملي کمېټې سره هم شرېکه کړې او هېلهمند دي چې ومنل شي.
دغه فدراسیون وايي، د بهرنيو روزونکو تر روزنې لاندې به افغان لوبغاړي معیاري زده کړې وکړي.