داعش ډلې د سلطان محمود خیرخواه د وژنې مسؤلیت منلی
د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خوست د یوې ټلویزیونې شبکې د خبریال سلطان محمود خیرخواه د وژنې مسؤلیت منلی دی.
شپېته کلن خیرخواه د ژمن ټلویزیون خبریال و چې د جمعې په ورځ په خوست کې په ډزو ووژل شو.
د خبریالانو د خوندیتوب ټولنې په یوه بیان کې پر افغان حکومت غږ کړی چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.