د ناټو ٢٤ غړو هېوادونو په ګرجستان کې پوځي تمرينات پيل کړل
![د ناټو ٢٤ غړو هېوادونو په ګرجستان کې پوځي تمرينات پيل کړل](https://gdb.rferl.org/E4E4A268-086F-4FB2-8BBA-B8640908D76B_w800_h450.jpg)
د ناټو د ٢٤ غړو او متحده هېوادونو شااوخوا ٣٥٠ پوځيانو نن په ګرجستان کې ګډ پوځي تمرينات پيل کړل.
تبلیسي ته نږدې د ڼاتو او ګرجستان د ٢٠١٩ میلادي کال د تمريناتو په نوم دغه تطبيقات ١١ ورځې دوام کوي.
ناټو په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه تمرينات د ګرجستان لپاره مهم دي چې د ناټو او ګرجستان د پوځي او سياسي همکارۍ د غښتلتيا لپاره د پام وړ ګڼل کېږي.
ټاکل شوې چې د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د دغو تمرينونو پر مهال ګرجستان ته لاړ شي.
دى به په دغو تمريناتو کې برخه واخلي او د دې تر څنګ به د ګرجستان له مشرانو سره هم وګوري.