پولیس: هغه کس نيول شوی چې په بغلان کې يې خپله ښځه وژلې وه
![پولیس: هغه کس نيول شوی چې په بغلان کې يې خپله ښځه وژلې وه](https://gdb.rferl.org/07F6D969-915B-419C-851F-4282802028FA_w800_h450.png)
د بغلان پوليس وايي، هغه کسيې نيولى چې څو ورځې مخکې يې خپله ښځه وژلې وه.
د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاوید بشارت ويلي، دغه کس چې تر تعقيب لاندې و، پرون ونيول شو.
ښاغلي بشارت وويل، بل تن چې په جلګه ولسوالۍ کې د دوو کسانو په قتل تورن دى، پرون نيول شوى دى.