دانش: هيله ده چې ژر د تاوتريخوالي او جنګونو د پای شاهدان واوسو
![دانش: هيله ده چې ژر د تاوتريخوالي او جنګونو د پای شاهدان واوسو](https://gdb.rferl.org/2FB4A994-EBFC-4A59-A503-B0ACF5764E24_w800_h450.jpg)
د ولسمشر دوهم مرستيال وايي، سوله يوه ملي او حياتي موضوع ده چې ټول افغانانيې ټينګېدو ته په تمه دي.
سرور دانش چې ننيې په کابل کې د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت يوې غونډې ته خبرې کولې، د افغانستان د سولې په پروسه کې د سيمې او نړۍ د هېوادونو هڅې وستايلې.
ده وویل:
"موږ ټول افغانان د سولې له پيل شوې پروسې ملاتړ کوو او د افغانستان د متحده دولتونو او هېوادونو چې د افغانستان د سولې لپاره هڅې کوي، مننه کوو، هيلهمند يوو چې ژر تر ژره د تاوتريخوالي او جنګونو د ختمېدو شاهدان واوسو."
ښاغلي دانش د افغانستان د سولې په بهير کې د سيمې د هېوادونو د هڅو يادونه په داسې حال کې وکړه چې د کابل او واشنګټن ترمنځ په دې برخه کې د ځينو لانجو راپورونه ورکړل شوي دي.
بلخوا د ملي مشارکت ګوند مشر ويلي، افغانان داسې سوله غواړي چې د تېرو کلونو په لاسته راوړنو او اساسي حقونو يې معامله ونهشي.