چارواکي: د سمنګان-بغلان د لارې په اوږدو کې پوځي عمليات روان دي
![چارواکي: د سمنګان-بغلان د لارې په اوږدو کې پوځي عمليات روان دي](https://gdb.rferl.org/9CF343B6-DD0B-4085-A836-5FFCD2A1317E_w800_h450.jpg)
د ملي اردو چارواکي وايي، د سمنګان-بغلان د لويې لارې په اوږدو کې يې پوځي عمليات روان دي.
د شاهين قول اردو د اتمې لوا درستيزوال ډګرمن محمد نبي يې په اړه نن دوشنبه ازادي راډيو ته وويل:
"په دغو عملياتو کې د ملا منصور په نوم د دښمن يو غړى له خپل يوه ملګري سره وژل شوى او ٢ تنه نور ټپيان شوي، عمليات روان دي."
د شاهين قول اردو چارواکي وايي، دغه عمليات د سمنګان-بغلان د لويې لارې د خونديتوب لپاره دوه ورځې مخکې پيل شول.
د دوى په خبره، په دغو عملياتو کې څو کلي له وسلهوالو تصفيه شوي دي.