امریکا: د ترکیې په جنوب ختیځ کې ۵.۷ درجې زلزله شوې
د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي چې د ترکیې په جنوب ختیځ کې پینځه اعشاریه اووه درجې زلزله شوې ده.
په ترکیه کې د بېړنیو حالاتو ځانګړې ادارې ویلي چې د زلزلې دوه ټکانونه احساس شوي دي.
د ترکیې د ډنیزلي سیمې والي حسن کرهان وویل چې د ودانیو د نړېدو له امله خلک ژوبل شوي او ډېرو کسانو چې ځانونه یې له برنډو لاندې غورځولي، زخمیان شوي دي.
د زلزلې له امله ځینې کورونه تخریب شوي هم دي.