په خوست کې پخوانی ملکي روغتون بیا فعال شو
![په خوست کې پخوانی ملکي روغتون بیا فعال شو](https://gdb.rferl.org/A6DF93F2-EA87-4043-8007-C0BD1CC1EBF0_w800_h450.jpg)
تر هغه وروسته چې د سې شنبې په ورځ د مالیاتو د ډېریدو په اعتراض کې په خوست ښار کې ډاکټرانو خپل شخصي کتن ځایونه او او روغتیايي کلینیکونه وتړل، نن د چارشنبې ورځې ماسپښین مهال د خوست ولایتي ادارې د ناروغانو د درملنې لپاره د پخواني ولایتي روغتون فعالیتونه یو ځل بیا پیل کړل.