یوناما په هلمند کې پرونۍ پېښه وغندله
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د بزګر د ورځې پر مراسمو حمله غندلې او ټینګار کوي چې دولتي مامورین پوځیان نه، بلکې ملکي وګړي دي.
په هلمند کې په پرونۍ حمله کې لږترلږه څلور کسان ووژل شول چې یوناما وايي، لږترلږه درې تنه یې ملکي وګړي دي.
په دې حمله کې لسګونه نور کسان هم ټپیان شول.
د برید مسؤلیت طالبانو منلی او ویلي یې دي چې دوی دولتي چارواکي په نښه کړي او ملکي وګړو ته یې زیان نه دی اړولی.
یوناما په یو بیان کې چې نن خپور شو، ویلي دي چې د دولتي ادارو مامورین د نړیوالو قوانینو له مخې ملکي وګړي دي.
یوناما ویلي، په جګړو کې ټول ښکېل اړخونه مکلف دي چې د وسله والو او ملکي وګړو ترمنځ توپیر وکړي.