ځينو هېوادونو د جولان د لوړو په اړه د ډونالد ټرمپ پرېکړه غندلې
![ځينو هېوادونو د جولان د لوړو په اړه د ډونالد ټرمپ پرېکړه غندلې](https://gdb.rferl.org/3618DBFC-80E9-4107-A704-B7382C69BB0A_w800_h450.jpg)
روسيې، ایران، او د امریکا د نږدې متحد سعودي عربستان په ګډون یو شمېر عربي هېوادونو د جولان پر لوړو د اسرائیل د حاکمیت په رسمیت پېژندلو په اړه د ډونالد ټرمپ د ملاتړ غندنه کړې ده.
دغو هېوادونو ویلي دي چې د اسرائیل له دې پلانه د امریکا د ولسمشر ملاتړ له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او دا پرېکړه به د سیمې ثبات زیانمن کړي.
د کرمیلن ویاند دیمتري پېسکوف وویل، دا پرېکړه به بې له شکه منفي پایلې ولري او په سوریه کې به د سولې د موافقې فضا خرابه کړي.
پېسکوف وویل، ولسمشر ولاديمیر پوتین به دا موضوع د لبنان له ولسمشر میشل عون سره چې په نږدې ورځو کې مسکو ته سفر لري، مطرح کړي.
سعودي عربستان په یوه بیان کې د جولان پر لوړو د اسرائیل له حاکمیته د امریکا د ملاتړ په اړه خپل جدي مخالفت ښودلی دی.
اسرائیلو د جولان لوړې د ۱۹۶۷ میلادي کال په ۶ ورځنۍ جګړه کې اشغال کړې.