چارواکي په بدخشان کې د ۶ سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي
چارواکي وایي چې د بدخشان په ارغنجخوا ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې ۶ افغان ځواکونو ته مرګ ژوبه اوښتې ده.
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه شااوخوا ۱۱ بجې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید پیل کړ چې په ترڅ کې یې د امنیتي ځواکو یوه پوسته سقوط او ۶ افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.
ښاغلي نظري وویل چې په سیمه کې اوس هم د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او په خبره یې چې کومکي ځواکونه هم سیمې ته ورسېدلي دي.
اخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه په استولي پیغام کې پېښه منلې او پکې د ۹ افغان ځواکونو د وژنې او ۹ نورو د ټپي کېدو ادعا یې کړې ده.
مجاهد په دغه جګړه کې د ۶ امنیتي پوستو د سقوط کولو خبره هم کوي، خو چارواکي یوازې د ۶ سرتېرو د مرګ ژوبلې او یوې امنیتي پوستې د سقوط خبره مني.
ځایي چارواکو دقیقاً نه دي ویلي چې څو تنه افغان سرتېري وژل شوي او څو یې ټپیان دي.