چين کمپونو ته د اقلیتونو پر لېږد د قزاقستان له ملاتړه مننه وکړه
![چين کمپونو ته د اقلیتونو پر لېږد د قزاقستان له ملاتړه مننه وکړه](https://gdb.rferl.org/8A634FCD-A8B7-4168-96E7-C2E8FBEE10E6_w800_h450.jpg)
چين له قزاقستانه مننه کړې چې د چين په شين جین سیمه کې کمپونو ته د اقلیتونو د لېږلو ملاتړ کوي.
پر پیکنګ تور دی چې د دې هېواد په لوېديځه سیمه شین جین کې اقلیتونه ځپي چې پکې قزاق وګړي هم شامل دي.
منتقدين وايي، چین په کمپونو کې د اقليتونو د ساتلو په اقدام سره له بشري حقونو څخه سرغړونه کوي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په چين کې تېر کال یو ميلیون کسان د ترورېزم پر ضد مرکزونو کې نیول شوي او تر یو ميلیون نور يې د بيا زده کړو په نوم کمپونو کې په زور اوسول کېږي.