په بغلان کې په يوه ټرافیکي پېښه کې یو کس وژل شوی او ۳ ټپیان شوي
![په بغلان کې په يوه ټرافیکي پېښه کې یو کس وژل شوی او ۳ ټپیان شوي](https://gdb.rferl.org/6DC7E84D-F748-4933-BD9E-25B1B88DCAD1_w800_h450.jpg)
په بغلان ولایت کې په يوه ټرافیکي پېښه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاويد بشارت رسنیو ته ويلي، دا پېښه نن وروسته له هغه وشوه چې یو کرولا موټر له یوه بار وړونکي موټر سره د دوشي -پلخمري پر لویه لاره ټکر شو.
د ده په وینا، د دې پېښې ټپيان د پلخمري ښار روغتون ته انتقال شوي دي.