دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شپږ وسله وال مخالفان وژل شوي
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې یې د افغانستان په څو ولایتونو کې د جلاجلا عملیاتو په ترڅ کې شپږ وسله وال مخالفان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.
د افغانستان دفاع وزارت نن سهار په یوې خبرپاڼې کې ویلي، دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د کونړ، ننګرهار، پکتیکا، غزني، بادغیس، فراه، بغلان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي دي.
دفاع وزارت په دې عملیاتو کې خپل لوري ته د پنځو سرتېرو وژل کېدل منلي او زیاته کړې یې ده چې د کونړ، ننګرهار، غزني، بادغیس، فراه او بغلان په ولایتونو کې پوځي عملیات په بریالیتوب مخکې ځي.