د الجیریا په پلازمېنه الجزایر کې زرګونه کسانو مظاهرې وکړې
د الجیریا په پلازمېنه الجزایر کې زرګونه کسانو پرون د مارچ په نهه ویشتمه نېټه مظاهرې وکړې.
هغوی د ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه د استعفا او د حکومتي نظام د بدلېدو غوښتنه کوله.
پولیسو پر مظاهره چیانو د اوښکو بهوونکی ګاز استعمال کړی، یو شمېر کسان یې ووهل او مظاهره چیانو پولیس په ډبرو وویشتل.
تر دې مظاهرو څو ورځې مخکې د الجیریا پوځ غوښتنه وکړه چې هلته د سیاسي بحران د پای ته رسېدو لپاره باید ولسمشر استعفا وکړي.
عبدالعزیز بوتفلیقه تقریباً دوه لسیزې وړاندې په الجیریا کې د کورنۍ جګړې له پای سره چې دوه لکه کسان په کې ووژل شول، ځان مطرح کړ.
هغه ۸۲ کلن دی او په ۲۰۱۳ میلادي کال کې يې سکته وکړه.
له هغه راهیسې په ندرت لیدل کېږي.