داسې ښکاري چې زوزانا چاپوتووا به د سلواکيا لومړنۍ ښځينه ولسمشره شي
داسې ښکاري چې کم تجربه سياستواله او د اداري فساد ضد کمپاينره زوزانا چاپوتووا به د سلواکيا جمهوريت لومړنۍ ښځينه ولسمشره شي.
په دغه هېواد کې نن شنبه د جمهوري رياست دوهم ځلي انتخابات کېږي.
دوه نظرپوښتنې ښيي چې ٤٥ کلنه وکيله او فعاله چاپوتووا به شااوخوا ٦٠ فيصده رأيې وګټي.
په سلواکيا کې د جمهوري رياست موقف تر ډېره تشريفاتي بڼه لري.
چاپوتووا چې اروپاپلوه ده، د مارچ په ١٧مه د جمهوري رياست د انتخاباتو په لومړي پړاو کې ٤٠ اعشاريه ٦ فيصده رأيې ګټلې وې چې اکثريت نه دي.
مېرمن چاپوتووا تېر کال په هغو حکومت ضد مظاهرو کې برخه واخيسته چې زرګونو کسانو په کې ګډون کړى و.
دا مظاهرې وروسته له هغې پيل شوې چې يو تحقيقاتي خبريال يان کوڅياک او د هغه کوژدنه پلازمېنې براتيسلاوا ته نږدې په خپل اپارتمان کې د ٢٠١٨ میلادي کال په فبرورۍ مياشت کې مړه وموندل شول.