سرچینه: د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې يوه پوليس خپل ۹ ملګري وژلي
![سرچینه: د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې يوه پوليس خپل ۹ ملګري وژلي](https://gdb.rferl.org/F42AB51A-BEEF-4EDF-BA5F-0B37247A47C7_w800_h450.jpg)
په زابل ولايت کې يوه حکومتي سرچينه وايي، په شهرصفا ولسوالۍ کې يوه پوليس خپل ۹ ملګري وژلي دي.
د زابل يوه لوړ رتبه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې پېښه تېره شپه په جلدک سيمه کې شوې ده.
سرچينه وایي چې په پېښه کې ۹ ملي پوليس وژل شوي او بريدکوونکی پوليس له بريد وروسته تښتېدلی دى.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال بيا ازادي راډيو ته پېښه بل ډول وبلله او ویې ویل چې د تېرې شپې په جګړه کې ٤ پوليس وژل شوي او ٢ ټپيان شوي دي.
سيال وویل چې په برید کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر يې نه دی معلوم.
قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو وياند معرفي کوي، وايي چې د دوى ٧ تنو نفوذي کسانو په خپله حمله کې ٩ سرتېري وژلي دي.