چارواکي: په کندهار کې ۱۳ وسله وال او ۴ پولیس وژل شوي
د کندهار امنيتي چارواکي وايي، په خاکرېز او میوند ولسوالیو کې د نښتو پر مهال ۱۳ وسله وال او څلور پولیس وژل شوي دي.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند احمد شاه احمدزی وایي چې وسله والو تېره شپه د خاکريز ولسوالۍ د درزاب پر امنیتي پوستې برید کړی چې دوى ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده وویل:
"د وسله والو د تېرې شپې جګړې د شپې تر يوې بجې دوام وکړ چې په نتيجه کې يې ٨ وسله وال ووژل شول او ١٠ نور ټپيان شول."
د امنيې قوماندانۍ وياند په دې جګړه کې د يوه پوليس د وژل کېدو او د بل د ټپي کېدو خبر هم تأييد کړ.
د کندهار امنيې قوماندانۍ په يوه اعلاميه کې ويلي چې د ميوند ولسوالۍ په بند تيمور کې هم وسله والو پر امنيتي پوستو حمله کړې ده.
د اعلاميې په حواله، په دې حمله کې ٥ وسله وال او ٣ پوليس وژل شوي او ٣ وسله وال ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو په ميوند کې د شوې حملې مسؤلیت منلی دى.