ټرمپ: د روسيې او چين له ولسمشرانو سره به د ونزويلا په اړه خبرې وکړم
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر وايي، دى به احتمالاً د روسيې او چين له ولسمشرانو سره د ونزويلا پر وضعيت خبرې وکړي.
ډونالد ټرمپ پرون خبريالانو ته وويل:
"زه به له ډېرو خلکو سره، ښايي له ولسمشر ولادیمير پوتين او ولسمشر شي جين پېنګ سره بحث وکړم."
کرملين نن شنبه وويل، د امريکا متحدو ايالتونو تر اوسه د ونزويلا پر وضعيت د بحث لپاره له ولسمشر پوتين سره د ټليفوني مکالمې غوښتنه نه ده کړې.
دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن په ونزويلا کې د روسيې د پوځي ځواکونو ګمارل کېدل وغندل.
د امريکا لوړرتبه چارواکو ويلي، په ونزويلا کې د روسي پوځيانو حضور دغه هېواد چې له مخکې له سياسي او اقتصادي بحران سره مخامخ دى، بې ثباته کوي.