عبدالرشید دوستم د شمال زون د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه وښوده
![عبدالرشید دوستم د شمال زون د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه وښوده](https://gdb.rferl.org/0DE1FC12-2E35-4E4D-A000-EAD080B8BE05_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
د ولسمشر لومړى مرستيال په بلخ کې د افغانستان د شمال د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه وښوده.
عبدالرشيد دوستم له ازبکستانه تر ستنېدو وروسته نن په مزار شريف کې د خپلو پلويانو غونډې ته خبرې وکړې.
د ازادي راډيو خبريال وايي، ښاغلي دوستم وويل چې د دولت د وسله والو مخالفانو په وړاندې د عملياتو شپږ مياشتنى پلان يې ترتيب کړى دى.
دوستم ويلي، که ولسمشر دا طرحه منظور کړي، دى خپله تيار دى چې د جګړې ميدان ته لاړ شي.
د ولسمشر لومړى مرستيال ښاغلى دوستم چې له څه مودې په ازبکستان کې اوسي، نن د حيرتان بندر له لارې خپل هېواد ته راستون شو.