افغان چارواکي وايي، وروستيو سېلابونو لږترلږه ٣٥ کسان مړه کړي
![افغان چارواکي وايي، وروستيو سېلابونو لږترلږه ٣٥ کسان مړه کړي](https://gdb.rferl.org/25CA3FAE-5DF3-43A1-9900-6ADA513B4D99_w800_h450.jpg)
افغان چارواکي وايي، وروستيو سېلابونو لږترلږه ٣٥ کسان مړه کړي دي.
د دوى په باور، دغو سېلابونو سلګونه کورونه تخريب او په لېرې پرتو سيمو کې زياتې لارې بندې کړي دي.
د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت د وزير مرستيال وياند هاشم بهادري نن وويل، له پرون راهيسې سېلابونو ١٢ کسان په فارياب او ١٠ کسان په هرات مړه کړي دي.
بهادري وويل چې ٨ کسان په بادغيس او ٥ کسان په بلخ ولايت کې مړه شوي دي.
د ده په خبره، په دغو سېلابونو کې تر ٣٠٠٠ زيات کورونه تخريب شوي دي.
ويل شوي چې تر اوسه پورې ١٠ کسان ورک دي.