د هلمند پر بزګرانو ۵۳ ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې د بولان د تحقیقاتي فارم له لارې سږ کال ۵۳ ټنه اصلاح شوی تخم بزګرانو ته توزېع کېږي. د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د خپرونو مسؤل سید رفیعالله قلم نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه اصلاح شوي تخمونه به د دې ولایت د ۱۲ زره بزګرانو لهخوا په بېلابېلو سیمو کې وکرل شي. دی وايي چې په دې کار سره به د هلمند کرنه اصلاح شي او د بزګرانو په کرنیزو محصولاتو کې به زیاتوالی راشي. د ښاغلي قلم په وینا هڅه کېږي چې په راتلونکي کال کې د هلمند بزګرانو ته د دغه اصلاح شويو تخمونو په وېش کې زیاتوالی راشي.