ملګرو ملتونو د سازمان: په افغانستان کې وچکالي به ناوړه اغېز وکړي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري مرستو د هماهنګۍ ادارې د وچکالۍ د شدت خبرداری ورکړی دی. دې ادارې پرون سه شنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان په لرې پرتو ، وچکالۍ ځپلو سیموکې بېړنیو مرستو ته د خلکو اړتیا د زیاتېدو په حال کې ده. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د وچکالۍ له امله ، لږترلږه اوه زره او څلور سوه بې کوره شوو افغانانو هرات ته پناه وړې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري مرستو د هماهنګۍ ادارې ویلي چې له وچکالۍ ځپلو افغانانوسره باید د مرستې اوږدمهالي پروګرامونه... Читать дальше...