د جنوبي افریقا په یوه چاودنه کې اته تنه وژل شوي دي
د جنوبي افریقا چارواکي وایي چې پلازمینې کیپ ټاون ته نژدې په یوه چاودنه کې اته تنه وژل شوي دي. د راپورونو له مخې دغه چاودنه د مهماتو په یوه ډیپو کې شوې او پرقربانیانو سربیره څو تنه لادرکه دي. له چاودنې وروسته د سخت اور د لګیدو راپورونه هم ورکړل شوي دي. تراوسه د دغې پیښې علت ندی څرګند او په اړه یې تحقیقات پیل شوي دي.