امریکا: سیف الله سایپوف ته دې د مرګ سزا نه ورکول کېږي
په نیویارک کې په لارۍ د اتو کسانو په وژنه د تورن ازبک نسله امریکايي وګړي وکیلانو له یوه قاضي څخه غوښتنه کړې ده چې هغه ته د مرګ سزا نه اوروي ځکه چې پر ضد یې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیانونو منصفانه قانوني بهیر ناممکن کړی دی.