په هندکې د یو بس د چپه کیدو په پېښه کې ۵۵ کسان وژل شوي دي
د هند په جنوب کې د یو بس موټر د چپه کیدو په پېښه کې لږ تر لږه ۵۵ کسان وژل شوي دي. هندي چارواکي وايي، د سه شنبې د ورځې په دې پېښه کې همدارنګه لسګونه کسان ټپیان شوي هم دي . ددې بس سپرلۍ له یو عبادتځای څخه د جکتیل ښارګوټي ته ستنېدې چې بس موټر یې په یوه دره کې لاندې وغورځید. د هند صدراعظم نریندرا مودي پر خپل ټویټر ویلي چې دې پېښې خواشینی کړی دی. د هند سړکونه د نړۍ په سطحه وژونکي سړکونه بلل کیږي، په دې هیواد کې په ۲۰۱۶ م کال کې تر ۱۵۰ زرو زیات کسان په ترافیکي پېښو کې وژل شوي وو.