په ننګرهار کې درې تنه د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي
په ننګرهار ولایت کې درې تنه د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول. د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر خالد عمر ازادي راډیو ته وویل چې دا درې کسان په سرخ رود او خوګیاڼیو ولسوالیو کې په بېلا بېلو عملیاتو کې په داسې حال ونیول شول چې غوښتل یې ۳۲۸ کېلو ګرامه چرس د دې ولایت مرکز ته قاچاق کړي. د یادونې وړ ده چې افغان ځواکونو په وروستیو اوونیو کې لسګونه کېلو ګرامه نشه يي مواد نیولي چې لومړی ننګرهار ولایت او بیا له هغه ځايه بهر ته قاچاق کېدل.