د کریکټ په سیالیو کې نن هندوستان او پاکستان سره مخ کیږي
په عربي متحدو اماراتو د کریکټ د اسیايي جام په روانو سیالیو کې نن هندوستان او پاکستان سره مخ کیږي. دواړه ټیمونه په اې ګروپ کې تر اوسه د هانګ کانګ په وړاندې برلاسي شوي دي. تمه کیږي چې د پاکستان صدراعظم او ددې هیواد پخوانی کریکټر، عمران خان به هم په دوبۍ کې ددې لوبې نندارې ته ورشي. که څه هم پاکستان او هندوستان دواړو ددې جام نیمه پایلوبې ته لاره موندلې ده، خو ننی لوبه به د A د ګروپ کې مخکښ ټیم په وټاکي. هانګ کانګ پرون له هندوستان څخه له ماتې خوړولو وروسته له دې ګروپ ووت. د اسیايي جام په B... Читать дальше...