د امو سیند ځنګلونو کې مېشت خلک: تېر حکومت موږ ته هېڅ نه دي کړي
د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې هغه شمېر خلک چې د امو سیند په ځنګلونو کې میشت دي او شااوخوا د یاد سېند اوبو کلا بند کړي دي انتقاد کوي چې تېرو شلو کلونو کې د پخواني حکومت چارواکو د دوی لپاره هېڅ کار نه دی کړی. د امام صاحب ولسوالۍ د ځنګله د سیمې یو اوسېدونکی پنځوس کلن نواب خان ازادي راډيو ته وویل: "په دې منطقه کې زموږ ماشومان بې سرنوشته ژوند کوي. موږ له حکومته غواړو چې زموږ لپاره دلته کلنیک او ښوونځي جوړ کړي، ځکه د ښوونځي او کلنیک نشتوالي ډېر لوی مشکل دی او بل دا چې د اوړي په موسم کې د امو سېند د... Читать дальше...