امریکايي چارواکي په قطر کې له طالب مشرانو سره غږېږي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر اتمه وویل، امریکایي پلاوی به د اکتوبر نهمې او ۱۰مې په ورځو د طالبانو له جګپوړیو چاراکو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې وویني.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر اتمه وویل، امریکایي پلاوی به د اکتوبر نهمې او ۱۰مې په ورځو د طالبانو له جګپوړیو چاراکو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې وویني.
سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په کندز کې ځان وژونکی برید یو ستر ناورین رامنځته کړ او امریکا له هغو کورنیو سره خواخوږي څرګندوي چې خپل خپلوان او دوستان یې په دې چاودنه کې له لاسه ورکړې دي. د کندز ښار په سید اباد سیمه کې د شیعه مذهبو پر جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنې د شااوخوا ۵۰ کسانو ژوند واخېست او لسګونو نور یې ټپيان کړل. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په کندز کې تر پرونۍ چاودنې وروسته په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل: "ښکاره ده چې هر زیان ستر دی، یوه لویه تراژیدي ده او زموږ د... Читать дальше...
د روسیې حکومت په رسمي ډول پرون د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کرونا وبا د ۹۳۶ کسانو د مړینې خبر ورکړ. دا درېیمه پرله پسې ورځ ده چې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په روسیه کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د قربانیانو شمېر له ۹سوه اوړي. تر اوسه په روسیه کې د رسمي شمېرو له مخې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د ټولو قربانیانو شمېر تر دوه لکه څوارلس زره ډېر شوی دی، خو ډېر څارونکي په دې باور دي چې د کووېډ-۱۹ د قربانیانو اصلي شمېرې په روسیه کې تر دې لوړې دي.
د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن روسي خبریال دیمیتري مراتوف او فیلپینۍ خبریالې ماریا ریسا ته د نوبل د سولې د جایزې مبارکي ورکړه. دا دوه خبریالان پرون د دې لپاره د سږکال د نوبل د سولې د جایزې مستحق وګڼل شول چې دوی د بیان د ازادۍ د ودې لپاره هڅې کړي دي. ولسمشر بایډن په یوه بیان کې چې د جمعې په ورځ خپور شو وویل، مراتوف او ریسا پرته له دې چې ستړي شي او وویریږي د حقایقو د موندلو لټه کړې ده. بایډن زیاته کړه چې دې دوو خبریالانو له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې او د فساد د افشا کېدو لپاره هڅې... Читать дальше...
په افغانستان کې د پاسپورټ ریاست چارواکي وايي، د پاسپورټونو د وېش د لړۍ بیا پیل سره د ملي عوایدو په ګراف کې لوړوالی راتلی شي. د پاسپورټ ریاست رییس عالم ګل حقاني نن شنبه (د تلې په ۱۷مه) ازادي راډيو ته وویل، له هر ټوک پاسپورټ څخه ۵۵۰۰ افغانۍ د حکومت خزاني ته وراضافه کېږي او دغه چاره کولی شي چې د ملي عوایدو او اقتصادي د پرمختګ په برخه کې ګټور تمام شي. د نوموړي په خبره، که څه هم د نوي پاسپورټ لپاره نوملېکنه اوس لپاره بنده ده، خو په نږدې راتلونکې کې د دې بهېر بېرته پیل تر غور لاندې دی. پاسپورټ ریاست... Читать дальше...
په افغانستان کې بانکي نظام لا هم خپل عادي حال ته نه دی ګرځیدلی. یو شمېر کابل مېشتي وايي، سره له دې چې د طالبانو حکومت د دې ستونزې د هواري په تړاو کې ژمنې کړي، خو لا هم دغه ستونزه په خپل ځای ده. دوی وايي، اوس هم له بانکه پیسې اخلي باید ساعتونو ورته انتظار پاتې شي. د کابل ښار اوسیدونکی خالد ازادي راډیو ته وویل: "اوس هم بانکونو کې خلک په ساعتونو د خپلو پیسو لپاره ولاړ وي او دې چارې سختې ستونزې پیداکړي دي، که حالت همداسې وي نو لېرې نه ده چې د خلکو باور په بانکونو صفر ته راکښته شي." د یادونې ده... Читать дальше...
د کندز ولایت د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ د کمېسیون مسئوول مطیع الله روحاني وايي، په یاده پېښه کې لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي او له ۱۴۰ زیات ژوبل شوي دي. خو ښايي د دې پيښې د مرګ ژوبلې شمېر له دې هم لوړ وي، ځکه لاهم زیات شمېر کسان لادرکه دي.
(يو اېس ای پي) په نوم د امن لپاره د امريکا يوې سراکري ادارې د سوات د تبسم عدنان د يو نړیوال ایوارډ لپاره نومولې ده. له ټولې نړې څخه د نوماند دغه جايزې لپاره ۱۰ کسان منتخب شوي دي. تبسم عدنان په سوات کې د ښځو جرګې بنسټګره ده او په تېرو ۱۰ کالو کې يې د ښځو په سوونو ستونزې هوارې کړې دي. له نوموړې سره نیاز احمد خان ویډیويي مرکه کړې ده.
داعش، هغه ډله چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره سم یې خونړي بریدونه وکړل او د طالبانو هغه ادعا یې وننګولې چې ګنې په ټول افغانستان کې یې سل سلنه امنیت خوندی کړی دی. د طالبانو د واکمنۍ له پیلېدو سره سم، داعش ډلې د ۳ ځانمرګو په ګډون نږدې لس بریدونه کړي چې په کې یې ملکیان او تر خوا یې طالب نظامیان په نښه کړي. له دې بریدونو چې د مرګ ژوبلې شمېر یې لوړ و، د اګسټ په ۲۶مه د کابل د هوايي ډګر په یوه دروازه کې د اکټوبر په ۳مه نېټه د کابل په عیدګاه جومات او په کندز کې د جمعې د ورځې پېښه خونړۍ حملې د یادونې دي. Читать дальше...
امریکایي چارواکي او طالبان به له افغانستانه د متحد ایالاتونو د ځواکونو له وتلو او پر کابل د طالبانو د سخت دریځې ډلې تر واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې وکړي. د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، امریکایي پلاوی به د شنبې او یکشنبې په ورځو د طالبانو له جګپوړیو چاراکوسره د قطر په پلازمېنه دوحه کې وویني. په دوحه کې له تېرو څو کلونو راهیسې امریکایي چارواکو او طالبانو د سولې خبرې مخته وړي چې بیا یې د ۲۰۲۰میلادي کال د فبروري په ۲۹مه نېټه د سولې تړون لاسلېک کړ. یوه امریکایي ویاند وویل... Читать дальше...
ګارډین د ګارډین ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې په افغانستان کې د بند پاتې شویو انګلستاني وګړو په اړه لیکنه کړې ده. ورځپاڼه لیکي په کابل کې دا بند پاتې شوي بریتانویان د انګلستان پر حکومت نیوکه کوي چې دوی یې په بد امنیتي وضعیت کې بېبرخلیکه پرېښودل. له دغې ډلې ۲۰ تنه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې له کابل نه بهر په یوه ځای کې راغونډ شول او له افغانستان څخهیې د ځان د ایستلو لپاره د بریتانیا حکومت ته غوښتنلیکونه واستول. په یاده ډله کې انجنیران، د ټکسي چلوونکي، د رستورانت کارکوونکي، د سرطان ناروغۍ بیالوژستان،... Читать дальше...
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر د دې ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي دي چې نورو افغان کډوالو ته پناه ورکړي. جوزیپ بورېل پرون جمعه د اسپانیا په پلازمېنه مادرېد کې یوه کنفرانس ته وویل چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته شااوخوا ۲۲ زره افغانان چې ژوند یې په خطر کې وو، له افغانستانه اروپا ته لېږدول شوي. بورېل غوښتنه وکړه چې اروپايي ټولنه دې د لسو او شل زرو ترمنځ نور افغانان ومني. اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ وویل، ښايي د کډوالو لپاره د ملکرو ملتونو د لوی کمېشنر فليپو ګراندي دا غوښتنه چې... Читать дальше...
په کندز کې د پروني خونړي برید مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش ومانه. د کندز ښار د خان اباد بندر په سیمه کې د شیعه ګانو په جومات کې پرون د جمعې د لمانځه پر مهال درنه چاودنه وشوه چې د راپورونو له مخې شااوخوا ۵۰ کسان یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل. د داعش ډلې خراسان څانګې پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې د دوی یوه انتحاري په داسې حال کې خپل چاودېدونکي مواد والوزول چې خلک په جومات کې دننه پر لمانځه درېدلي وو. د داعش په یوه جلا بیان کې ادعا کړې چې بریدکوونکی د چین له اویغور مسلمانانو څخه و. Читать дальше...
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې چمتو دی چې له متحدو ایالاتونو، اروپايي ټولنې او ناټو سره د افغانستان په مساله کې همکاري وکړي. سرګي لاوروف پرون جمعه د تلې په ۱۶مه د اروپا د کسب او کار د سازمان له یو شمېر غړو سره په کتنه کې وویل، د ناټو غړي باید د افغانستان د بیارغونې په برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي. لاوروف ټینګار وکړ چې روسیه پر افغانستان د احتمالي حملې لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د پوځي تاسیساتو له استولو او هلته د نوېو پوځي اډو له جوړولو سره مخالفه ده. د روسیې د بهرنیو چارو... Читать дальше...
د طالبانو مخالفه د مقاومت جبهه ادعا کوي چې په پنجشېر ولایت کې د دې ډلې د ځواکونو یو ډله ییز قبر موندل شوی دی. په پنجشېر کې د طالبانو د سیمه ییزو استخباراتو مشر مولوي میرآغا ازادي راډیو ته وویل، یوه ډله کسان چې د جګړې په ترڅ کې وژل شوي او د سیمې د خلکو له خوا ښخ شوي وو، اوس یې مړي موندل شوي دي. د طالبانو د سرچینو په وینا دا ډله ییز قبر پرون د تلې په ۱۶مه د پنجشېر د رُخې ولسوالۍ په بخشي خېل کلي کې و چې درې مړي ترې ایستل شوي دي. خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې په دې ګور کې اته مړي موندل شوي چې ټول د پنجشېر اوسېدونکي دي. Читать дальше...
د ګرجستان پولیسو د پخواني ولسمشر میخاییل ساکاشویلي یو شمېر پلویان نیولي دي. دوی د هغه توقیف ځای مخې ته چې ساکاشویلي په کې ساتل کېږي، په اعتراض لاس پورې کړی و. پرون د اکتوبر په اتمه په روستاوي ښار کې لسګونه کسان راټول شوي وو او د ساکاشویلي د ازادۍ لپاره یې شعارونه ورکول. ساکاشویلي د اکتوبر په لومړۍ نېټه هغه مهال توقیف شو چې په اوکراین کې د تبعید د دورې له تېرولو وروسته ګرجستان ته راستنېده. نوموړی په ۲۰۱۸ کال کې د محکمې له خوا له خپلو صلاحیتونو په ناوړه استفاده او فساد تورن وپېژندل شو.
په پام کې ده چې د عراق پارلماني انتخابات سبا د اکتوبر په لسمه ترسره شي. پر عراق د امریکا له حملې وروسته چې په نتیجه کې یې د صدام حسین رژیم نسکور شو، دا په دې هېواد کې پنځم ځل پارلماني انتخابات دي. د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د منسوبانو د رای ورکولو لپاره پرون د اکتوبر اتمه نېټه په پام کې نیول شوې وه. د راپورونو له مخې د رای ورکولو پرونی بهیر له لاس وهنو او مداخلې پرته ترسره شو. تمه ده چې عام خلک به سبا سهار په اوو بجو د خپلې خوښې کاندیدانو ته رایې ورکړي. د عراق پېژندل شوي روحاني مشر... Читать дальше...
په کندز ښار کې پرونۍ حمله چې لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل په هېواد کې دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوه. د بشري حقونو غبرګون د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مسوولې پترېشیا ګاسمن پرون د تلې په ۱۶مه ازادي راډیو ته وویل، دا حملې ښيي چې د افغانستان اقلیتونو په تېره شیعه ګانو ته ګواښ متوجه دی. اغلې ګاسمن زیاته کړه: "د کندز د ګذرِ سیداباد په جومات کې بوږنوونکې چاودنه ښيي چې د افغانانو ژوند څومره له خطر سره مخامخ دی. په تېره شیعه ګانو ته ګواښ په رښتیا شته. پر دې اقلیت په... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر فلیپو ګراندي پرون د تلې په شپاړسمه په یوه خبري غونډه کې وویل، له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنې شوي، اوس په کار ده چې دا پیسې عملاً ورکړل شي ځکه په افغانستان کې اوس مهال سمدستي نورو سرچینو ته اړتیا لیدل کېږي. د کابل له سقوط یوه میاشت وروسته د سېپټمبر په ۱۷مه نېټه د ملګرو ملتونو سرمنشي د لویو مرستندویو هېوادونو یوه غونډه راوبلله. په دې غونډه کې له افغانستان سره د ۱،۲ میلیارد ډالره مرستو ژمنه وشوه. خو معلومه نه ده چې له دې مرستې څخه به څومره پیسې د هغو ۶۰۶ میلیون... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости