امریکا چمتو ده په نومبر کې خپلې ځمکنۍ پولې پرانیزي
د امریکا متحده ایالات چمتو دي د کرونا ویروس له امله له میاشتو بندیز وروسته په نومبر کې خپلې ځمکنۍ پولې پرانیزي. د نیویارک د دموکرات سناتورې کریسټین ګلي برانډ دفتر پرون اعلان وکړ، امریکا پرېکړه کړې چې له کاناډا او مکسیکو سره خپلې پولې د هغو کسانو لپاره بېرته خلاصې کړي چې په بشپړ ډول واکسین شوي وي. متحده ایالات یوازې له همدې دوو هېوادونو سره ځمکنۍ پولې لري. د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیر الیجاندرو میجرکاس دا پروګرام چې په اساس به یې د سیلانیانو په ګډون غیر ضروري سفرونو ته اجازه ورکول کېږي تایید کړی. Читать дальше...