د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ؛ د ځینې مېرمنو کیسې: منزوي شوي یو
پر افغانستان د طالبانو واکمني او د اکتوبر پنځلسمه، د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ راورسیده. یو شمېر کلیوالو ښځو ازادي راډیو سره خبرو کې د خپل ژوند پر وړاندې د شته ستونزو کیسې کړي. دوی وایي، که څه هم د طالبانو په راتګ سره پر ښځو نوي بندیزونه لګېدلي دي خو په تېرو شلو کلونو کې د نړیوالو مرستې هم دوی ته نه دي رسېدلي. حمیده نورګل د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکې ده. دا چې پر بزګرۍ بوخته ده وایي، افغانستان سره چې په دې تېرو شلو کې نړیوالو مرستې کړي، دا ټولې د هغو کسانو جېبونو ته تللي چې حقدار یې نه وو. Читать дальше...