د تورسمندرګي غاړې هېوادونو ته امریکا دفاع وزیر سفر؛ استېن ګرجستان ته ورسېد
د امریکا دفاع وزیر لوېډ استېن د تورسمندرګي د غاړې درې هېوادونو ته د سفر په لومړي پړاو کې نن د ګرجستان پلازمېنې تبلیسي ته ورسېد. نوموړی به په دې سفر کې له خپلو دغو متحدو او شریکانو سره چې د روسیې له تېري سره مخامخ دي، خپل ملاتړ څرګند کړي. دا له ۲۰۱۴م کال راهیسې لومړی ځل دی چې د امریکا یو دفاع وزیر ګرجستان ته ځي. استېن به وروسته اوکرائین او رومانیا ته لاړ شي او د اکټوبر په ۲۱مه او ۲۲مه به په پروکسل کې د ناتو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي. د امریکا د دفاع وزارت اړوند یوې رسنۍ د دې وزارت... Читать дальше...